Documente Academic
Documente Profesional
Documente Cultură
Ketabton.com
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
www.Larawbar.com 2
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
مختار احمد احسان -د لراوبر ډاټ کام برېښنايي کتابتون انالين چاري :
www.Larawbar.com
www.Larawbar.com 3
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
www.Larawbar.com 4
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
.8.3پاکستان
.8.3سريالنکا
.8.3افغانستان
.9شرقي اسيا
.9.1چين
.9.2ټايوان
.11اسټراليا
دپاسفيک جزيرې .11.1
نيو زېالند .11.2
.11شمالي امريکا:
کاناډا .11.1
دامريکا متخده اياالت .11.2
.12التين امريکا
کيوبا .12.1
.13کارابين
.13ددماغونو دپرواز دمخنيوي الري
.13ددماغونو دپرواز ګټي
.13دماغونو دپرواز مفني تاثيرات
.17ضميمې
.18ماخذونه
www.Larawbar.com 5
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
ددماغونو پرواز داقتصاد په علم کښي دبحث او دپام وړ موضوع ده .دپوهنتون داستادانو له خوا
ددغي موضوع په اړه محصلينو ته پوره معلومات نه په ليکچرنوټونو کښي اونه په شفاهي ډول
ورکول کيږی.
ما(ج.م .مهربان) ته له ډېري مودي راهيسي دغه سوال پيدا ؤ چي ولي افغانان په افغانستان کښي
خپلي عزتمندي دندي پرېږدي اودهيواد دباندي ډېرو داسي کارونو ته الس ور اچوي چي هغه
ددوی دشخصيت او مسلک سره برابر نه وي .دغه سوال مي هم په ذهن کښي ګرځېدئ چي
دافغانستان دولت پرافغانانو باندي دشپاړسو کلنو يا تردې هم زياتي مودې له پاره سرمايه
ګذاري وکړي خو اخير افغانان دامريکا متحده اياالتو ،کاناډا او نورو غربي هيوادونو ته حتی
دژوند په قيمت او قرباني ځانونه ورسوي .ددغو سوالونو دجوابولو او دمحصلينو سره ددماغونو
يادبشري سرمايې دپرواز په اړه دمعلومات شريکولو په نيت مي دغه الندي څېړنه او ژباړه په
انټرنيټ کښي دانګلېسي ويب سايټونو څخه راټوله او ژباړلې ده او په لراوبر کښي بېله عکسونو
او جدولونو ئې درې برخي خپرې سوې .ډېر کوښښ مي وکړ چي په دې څېړنه کښي د ډېرو
هيوادونو په اړه معلومات وړاندي کړم خو دهرهيواد په اړه مي معومات پيدا نه کړای سوای.
دځينو هيوادونو په اړه مي پوره معلومات وړاندي کړی دي اودنوروپه اړه بيا ځکه لږ معلومات
ورکول سوي دي چي په انټرنيټ کښي مي پيدا نه کړل .دمثال په توګه ،دمنځنۍ اسيا په اړه په
انټرنيټ کښي خاص معلومات نه وه که څه هم زه دونده خبر يم چي دتاجکستان ،ترکمنستان او
نورو مرکزي اسيايي هيوادونو زيات شمېر علمي کدرونو روسيې ته پرواز کړی دئ خو مربوط
ارقام او احصايه مي تر السه نه کړای سوای.دافغانستان ددماغونودپرواز په اړه په ويکيپيډيا
کښي هيڅ معلومات نه ول نو مجبور سوم چي دنورو ځايونو څخه معلومات تر السه کړم .داهم بايد
ووايم چي په دغه ژباړه او څېړنه کښي ځيني جملې او پاراګرافونه په داسي ډول پای ته رسېدلي
دي چي بايد نه وای رسېدلي يعني يو څه معلومات نور هم پر جمع سوي واي .ما خپل محدويتونه
www.Larawbar.com 6
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
په ګوته کړل خو بيا هم که انتقاد ،پيشنهاد او يا اضافه معلومات لرئ ،دمهربانۍ له مخي ئې
پردغه ادرس را سره شريک کړئjmihraban@yahoo.com:
په درنښت
-۲۹۳۱قوس ۲۱-
www.Larawbar.com 7
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
Brain drain
دانګلېسي ) (Brainد (ماغزه ،هو ښ ،ذکاوت ماغزه الو زول ،ما غزه تويول) معنی لري .د
( )Drainکلمه بياد(وچول ،او به ځني ايستل ،تشول ،زېم ايستل ،کرار-کرار کمزوری کېدل،
ورو-ورو دعا يداتي منا بعوکمېدل) مفهوم ورکوي .ددماغونويا دبشري سرمايې پرواز (Brain
)drain or human capital flightله يوه ځايه بل ځای ته ديو غټ ګروپ افرادو دتخنيکي مهارت
ياپوهي مهاجرت/انتقال ته ويل کيږي 1.ددماغونو پرواز اکثره وخت دوه علته لري چي يوئې له
افرادو اوبل ئې له ممالکو څخه سرچينه اخلي .له هيوادونو څخه ځکه سرچينه اخلي چي ديو هيواد
اجتماعي چاپيريال ،دکاري زمينو کموالی ،سياسي بې ثباتي ،اقتصادي خپګان( economic
،)depressionروغتيايي خطرونه( )health risksاوداسي نور ،دبل هيواد غني فرصتونه( rich
)opportunitiesسياسي ثبات اوازادي ،پرمختللی اقتصاد ،دژوند کولو ښه شرايط اوداسي نور
ديو ممللکت اوسېدونکي مجبور او تشويق کړي چي خپل هيواد پرېږدي او بل هيواد ته والړ سي.
شخصي ترجيح ،په خارج کښي ددوستانو درلودل ،هورې (په خارج کښي)خپل مسلک ته دښه
انکشاف ورکولو زمينه اوداسي نور ...په فردي داليلو کښي حسابيږي.که څه هم ددماغونو پرواز
لومړي ځل دهغوتکنالوجيکي کارمندانو له پاره کارول کېدئ چي خپل هيواد به ئې پرېښووئ ،خو
نن دغه اصطالح ډېره پراخه سوې ده ،ټول هغه تعليم يافته او مسلکي وګړي په کښي راځي چي له
يوه هيواد،اقتصادي سيکتوراو ساحې څخه بل هيواد ته دښه ژوند او لوړ معاش ترالسه کولو له
پاره ځي.
ددماغونو پرواز ته اکثره وخت داقتصادي مصرف( )economic cost,په نظر کتل کيږي ځکه چي
ديو هيواد اوسېدونکي دخپلو هغو ارزښتانکه او تقاضادرلودونکي مهارتونو سره بل هيواد ته
ځي چي ددوی دخپلو دولتونو له خوا دکلنو-کلنو راهيسي تمويل سوي وي .ددماغونو پرواز،
دمالي سرمايې پرواز( )Financial Capital Flightته ورته دئ ،ځکه چي يو هيواد دمهارتونو
دلږوالي څخه کړيږي اوبل هيواد دمهارتونو دترالسه کولو څخه استفاده او خوند اخلي چي دې
حالت ته بيا ددماغونو حصول ( )Brain Gainويل کيږي .ددماغونو پرواز داقتصادي انکشاف،
ودي او فقر ختمولو پر ضد اويو لوی خنډ دئ .ددماغونو دپرواز اصطالح په طب کښي هم کاريږي
1
Brain drain (or human capital flight), is the large-scale emigration of a large group of
individuals with technical skills or knowledge.
www.Larawbar.com 8
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
چي هورې ځان ته بېل مفهوم لري او دلته زموږ دموضوع څخه وتلی بحث دئ .ددماغونو پرواز په
پرمختلوونکو ملتونو( )developing nationsکښي يوه عامه خبره ده چي يو په يو مې الندي
يادونه کړې ده:
ددماغونودپروازمېالن په اروپاکښي پر دوو برخو وېشل کيږي .اول داچي ښه بااستعداده ساينس
پوهان له غربي اروپا ' 'Western Europeڅخه دامريکا متحده اياالتو ته مهاجرت کوي .په دوهم
قدم کښي بيا ،ماهر کارګران له مرکزي' 'Centralاوله جنوبي شرقي''Southeastern Europe
اروپا څخه غربي اروپا' 'Western Europeته مهاجرت کوي که څه هم شواهد وايي چي دغه مېالن
مخ پر کمېدو دئ.
اروپايي اتحاديه دماهرو کارمندانو دالسه ورکولو سره مخ ده نو ځکه ئې دبلو کارټ ""blue card
پاليسي چي دامريکا دمتحده اياالتو دګرين کارټ ( )green cardپاليسي ته ورته/مشابه ده،
رامنځ ته کړې ده .دبلوکارټ دپاليسي له مخي ،اروپايان کوښښ کوي چي په راتلوونکو دوو
لسيزو کښي شل ميليونه کارګران له اسيا ،افريقا او التين امريکا څخه وباسي .دلته ما
(ج.م.مهربان) ته نه څرګنديږي چي دغه شل ميليونه به ئې خپل اوسېدونکي وي او که به ددغو درو
براعظمو اصلي اوسېدونکي واردوي چي خپله خال په ډکه کړي.زماتحليل دادئ چي خپل وطنوال
به له دغو براعظموڅخه باسي ځکه چي هيڅ هيواد په پردي فکر نه جوړيږي.
غربي اروپا:
په ۱۰۰۲مېالدي کښي دوه لکه پنځوس زره ( )250,000اروپايانو دامريکادمتحده اياالتو ،يو لک
و څلور شپېته زره ،دوه سوه پنځه اتيا) (164,285اسټراليا ،څلوېښت زره ،څلورسوه پنځه
پنځوس) (40,455کاناډا ،اووه دېرش زره ،نهه سوه شپُږ څلوېښت )(37,946نيو زېالند ته
مهاجرت کړی دئ .د جرمني څخه يولک و پنځه پنځوس زره ،دوه سوه نوي ()155,290
جرمنيانودخپل هيواد څخه کوچ کړی دئ چي اکثره ئې داروپا په داخل کښي مهاجرسوي دي .په
اروپا کښي دکارګرانو دمهاجرت دغه ارقام ترټولو لوړه اندازه ښئي چي (په اروپا کښي)ددوهم
جهاني جنګ دمهاجرت له عدد سره مساوي دئ .په غربي اروپا کښي پرتګال هغه هيواد دئ چي
ترټولوډېرددماغونوله پرواز څخه کړيږي .پرتګاليان انګوال ،برازيل ته مهاجرت کوي،
www.Larawbar.com 9
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
دتکنالوژي ،روغتيا او بانکي خدماتو مسلکي کدرونه بيا انګلستان ځني جلبوي .پرتګال خپل
۲۳،۹۱ماهر نفوس له السه ورکړی دئ او اوس کوښښ کوي چي دغه ضرورت له اسټراليا ،کاناډا،
سويټزرلنډ ،جرمني او اسټريا څخه پوره کړي.
www.Larawbar.com 10
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
www.Larawbar.com 11
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
په شرقي اروپا کښي ددماغونو پرواز يو عام مشکل دئ .مرکزي او شرقي اروپادارلنډ او
انګستان سره دخپلو ماهرو کارمندانو دمهاجرت په اړه اندېښنې څرګندي کړي دي خو تراوسه ئې
ال نتيجه نه ده معلومه .د ۱۰۰۹راهيسي ليتوانيا( )Lithuaniaخپل يو لک( )100,000ځوان او ښه
تعليم يافته کسان له السه ورکړي دي چي اکثره ئې ارلنډ ته تللي دي ،په داسي حال کښي چي ارلنډ
مخکي په خپله ددماغونو د پرواز له ستونزو سره مخ ؤ .دغه ته ورته حالت په پولنډ کښي هغه
مهال واقع سو کله چي پولنډ داروپايي اتحاديې غړيتوب ومنئ .داروپايي اتحاديې سره دپولنډ
دغړيتوب په لومړي کال کښي ،يولک ( )100,000ثبت سوي پولنډيان انګلستان ته دکار کولو له
پاره مهاجرت وکړ .دپولنډ ترټولو لوی بانک ( )PKO Bank Polskiدڅېړني له مخي ،درو شپېته
فيصده ()۲۹۱پولنډيان په انګلستان کښي مهاجر دي چي له ۱۲څخه تر ۹۹کاله پوري عمر لري.
ددغه فيصدي څخه څلوېښت فيصده ()۲۰۱ئې دپوهنتون څخه فارغه دي .په پولنډ کښي
دمعاشاتو دچټکي ودي سمون ،پرمختلوونکي اقتصاد()booming economyد زالټي( )zlotyيا
پولنډي سکې قوي ارزښت او کمېدونکي بې کاري دپولنډي کارګرانو پرواز کم کړی دئ.
البانيا يو له هغو هيوادونو څخه ده چي دکمونيست رژيم دسقوط څخه ورسته ئې ددماغونو پرواز
تجربه کړی دئ .د ۲۳۳۲راهيسي دالبانيا اوسېدونکي ايټاليا ،يونان ،انګلستان ،کاناډا او
دامريکا متحده اياالتو ته دکار له پاره مهاجرت کوي .دتېرو لسو کلنو راهيسي دالبانيا تعليم
www.Larawbar.com 12
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
يافته او مسلکي کسان خپل هيواد پرېږدي او هغو هيوادونو ته ځي چي هورې ښه امکانات ،ښه
ژوند او امنيت وي .دپرتګال ،ارلنډ ،ايټاليا ،يونان ،هسپانيې ډېر اوسېدونکي
اسټراليا،برازيل ،انګوال اوارجنټينا ته دکار له پاره مهاجرت کوي.
انګلستان:
د ۱۰۰۰کلنو په شا او خوا کښي درې عشاريه پنځه ()۹،۹ميليون انګرېزانو دانګلستانو څخه
مهاجرت کړی ؤ .دانګرېزانو مهاجرت په خاصه توګه اسټراليا او دامريکا متحده اياالتو ته سوی
دئ .په ښه اقتصادي فضا کښي کار کول هغه څه دي چي اکثره ځوان انګرېزان مهاجرت پسي کوي.
ترکيه:
د ۲۳۲۰کلنو په شا او خوا کښي ډېرو ماهرو کارګرانو او کارمندانو دډاکټرانو او انجينرانو په
شمول له ترکيې څخه مهاجرت وکړ .هغه مهال په ترکيه کښي سياسي بې ثباتي او د ۲۳۲۰فوجي
کودتا دترکيانو ددماغونو دپرواز عوامل ول .په دې ورستيو لسيزو کښي ډېرو ترکي مسلکي
کسانو له ترکيې څخه مهاجرت کړی دئ البته دهغو محصلينو په شمول چي دترکيې څخه دباندي
زده کړي کوي او بيرته خپل هيواد ته نه ځي .دترکي کارمندانو ددماغونو پرواز ته دميډيا توجه
ورواښتل او په ۱۰۰۰مېالدي کښي دترکيې حکومت اقدام وکړ چي ددماغونو دپرواز ستونزه
وڅېړي .په ۱۰۲۰مېالدي کښي دترکيې دماليې وزير يو اټکل وړاندي کړ چي په ۱۰۹۰مېالدي کښي
به دترکيې ملي نا خالص توليدات ( )GDPپنځه الی شپږ ()۲-۹ټرېليون ته پورته سي.
افريقايي هيوادونه ددماغونو له پرواز څخه داسي متاثر دي چي نه سي کوالی چي دفقر له کرښي
څخه ځانونه خالص کړي .په افريقايي هيوادونو کښي ،نايجريا ،کينيا او ايتوپيا(حبشه)
ددماغونو له پرواز څخه ډېر متاثر دي .پرافريقايي هيوادونو باندي دکاله ديو لک او پځوس
زره()150,000خارجي/غربي کارمندانو او مسلکيانو پرګومارلو باندي تقريباً څلور ميليونه
تر ۲۳۳۲پوري ٪۹۱ماهر کاري امريکايي ډالره مصرف راځي .حبشې د ۲۳۱۰څخه
ځواک( )workforceله السه ورکړی دئ .حبشه ډېر ښه ډاکټران روزي خو دغه ډاکټران ترحبشې
دامريکا دمتحده اياالتو دشکاګو په اياالت کښي ډېر ليدل کيږي ځکه چي دافريقا په خدماتي
www.Larawbar.com 13
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
سيکتور کښي دکارمندانو معاشات دونه کم دي چي ددوی اساسي ضرورتونه ال نه په رفع کيږي.
همداسي په افريقا کښي ډېر پوهنتونونه دباتجربه ليکچر ورکوونکو د کمښت سره مخ دي .کله
چي ئې ځوانان له پوهنتونو څخه فارغه سي نو غربي هيوادونو ته دمهاجرت له پاره مال وتړي.
ددماغونو پرواز د افريقا داقتصادي پاته والي عامل دئ او ويل کيږي چي دغه حالت به دنړۍ
والتوب له سببه په راتلوونکو لسيزو کښي هم دوام ولري.
ګانا اوس درې زره شپږ سوه ( )3,600ډاکټران لري چي دهيواد پر شپږ زره اووه سوه ()6,700
اوسېدونکو باندي ئې يوډاکټر رسيږي ،دامريکا په متحده اياالتو کښي بيا د څلورسوه
دېرشو( )430کسانو له پاره يو ډاکټر وي .دګانا ځوان ډاکټران او نرسان دخپل هيواد څخه
انګلستان ،دامريکا متحده اياالتو ،جميکا ،او کاناډ ته دزيات معاش او ښه کاري شرايطو له پاره
مهاجرت کوي .دګانا رسمي احصايه وايي چي د ۲۳۳۹څخه تر ۱۰۰۰پوري ئې دهيواد ۲۱۱روزل
سوي ډاکټران له السه ورکړي دي .جنوبي افريقا ( )South Africaهم يو له هغو افريقايي هيوادونو
څخه ده چي دتيرو شلو کلنو راهيسي ددماغونو له پرواز سره مخ ده .باور کيږي چي دجنوبي افريقا
ددماغونو پرواز دمنطقې پراقتصاد تاثير کوالی سي .يوازي دډاکټرانو دپرواز څخه جنوبي افريقا
ته يو ،عشاريه يو څلوېښت بيليونه ( )$1.41bnامريکايي ډالره تاوان وررسيږي .مهاجرت ورته
کېدوونکي يا کوربه هيوادونو( )hosting countriesبيا ګټي تر السه کوي .يوازي انګلستان
دجنوبي افريقا دډاکټرانو څخه دوه ،عشاريه اووه ( )$2.7bnبيليونه امريکايي ډالر ترالسه کوي.
په خدماتي سيکتور کښي کم معاشات او مزدوري ،دژوند کولو غيري معياري حالت،
دترانسپورټ او سرپناه کمښت،نامساعد کاري چاپيريال ،دمسلکي پرمختګ کم امکانات،
دتحقيق او انکشاف ( )Research and Developmentله پاره کمه بوديجه،دمسلکي ماشينري
کموالی،اجتماعي ناراحتي( )Social unrestسياسي شخړي ،جنګونه،دتعليمي نصاب او
سيسټم ټيټ کيفيت،دازادۍ کموالی ،دپرمختګ اووظيفو په ځايونو کښي تبعيض اوداسي نور
دافريقا ددماغونودپرواز عوامل دي.
بلي خوا ته بيا ويل کيږي چي چټکي اقتصادي ودي او انکشاف او همداسي په افريقا کښي
دمنځنۍ طبقې( )middle classظهور،دافريقا ددماغونو پرواز اوس ورځ په ورځ
سرچپه(معکوس) کوي .د ۱۰۰۲څخه تر ۱۰۲۰پوري دنړۍ لس ترټولو چټک وده کوونکي (fastest-
)growingهيوادونه په افريقا کښي ول او توقوع کيږي چي په ۱۰۲۹کښي به دافريقا اقتصاد
داسيا تر اقتصاد قوي سوی وي.اقتصادي انکشاف ،دتکنالوژي معرفت ،چابک انټرنيټ ،ښه
www.Larawbar.com 14
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
موبايل سيسټم ،ښه تعليم يافته نفوس ،مساعد کاروباري چاپيريال افريقايانو ته زمينه برابره
کړې ده چي خپلو کورونوته ور ستانه سي او اوس ډېر افريقايان په خپلو کورونو کښي کار کوي.
غربي اسيا:
عراق
دعراق په جګړه کښي چي امنيت او اساسي خدماتو ته الس رسی نه ؤ ،څلور) (4ميليونوعراقيانو
خپل هيواد پرېښودئ .د ۱۰۰۹څخه تر ۱۰۰۲پوري نهه اتيا ( )۱۳دپوهنتون پروفيسران او لوړ رتبه
ليکچر ورکوونکي وژل سوي ول .دعراق دمعارف وزارت دراپور له مخي د ۱۰۰۲کال په څلورو
مياشتو کښي درې سوه يوولس ()۹۲۲ښوونکي قتل سوي ول .دصدام ددولت دنسکورېدو سره
سم ،فراري عراقيانو ته زمينه برابره سوه چي بيرته خپل کورته ستانه سي خواوس حالت بيرته بلي
خوا ته روان دئ .امنيتي ستونزي ،اختطاف ،ترورکول ،ځوروني ،دمجرمينو له خوا دپيسو
غوښتنه دعراقيانو ددماغونو دپرواز عوامل دي چي داعراق اقتصاد ئې له ستونزو سره مخ کړی
دئ.
ايران:د آی يم ايف يا نړئ وال پولي صندوق( )International Monetary Fundد ۱۰۰۲کال دسروې
له مخي ،ايران په نيوي ( )۳۰هيوادونوکښي هغه هيواد ؤ چي دبشري سرمايې په پروازکښي ئې
لومړی مقام تر السه کړ .د ۲۳۳۰کلنو په شا او خوا کښي يو لک پنځوس زره ( )150,000ايرانيان
داقتصادي همکارۍ او انکشاف دمؤسسې ( Organization for Economic Co-operation
) )and Development OECDمربوط هيوادونو ته مهاجر سول چي پنځه ويش فيصده ()۱۹۱ئې
ماسټرۍ درلودلې .د آی يم ايف د ۱۰۰۳کال په راپوري کښي ويل سوي دي چي هر کال ديولک او
پنځوس زره څخه تر يولک و اتيا زره( )150,000-180,000ايرانيان دخپل هيواد څخه وزي چي
ايران ته ئې دکال پنځوس بيليونه امريکايي ډالر تاوان ور رسيږي.په ايران کښي ددماغونوپرواز
دبې کاري او سختو اجتماعي قوانينو له مخي رامنځ ته سوی دئ.
منځنی ختيځ:
www.Larawbar.com 15
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
اسرائيل
اسرائيل دخپل تاسيس له ورځي څخه بيا تر نن ورځي پوري ددماغونو دپرواز سره مخ دي .ډېر
اسرائيل دامريکا متحده اياالتو ته مهاجرت کوي ،اوس مهال درې لکه و دېرش زره ()330,000
اسرائيل دخپل هيواد څخه دباندي ژوند کوي .ديوې ټول پوښتني له مخي سياسي بې ثباتي او
ناامني داسرائيلو دمهاجرت عوامل نه دي بلکي دباندي دژوند کولو ښه معيارونه،کاري
زمينې،مسلکي پرمختګ( )professional advancementاو لوړي زده کړي داسرائيلو دمهاجرت
کولو عوامل بلل سوي دي .په اسرائيلو کښي هغه ښه تعليم يافته کسان چي په ساينس او انجينري
کښي زده کړي لري ،دباندي ځي او لږ تعليم يافته دهيواد دننه پاته کيږي .داسرائيلو دتاسيس
يعني د مې دمياشتي ۲۳۲۱څخه بيا تر ۱۰۰۹مېالدي پوري څلور لکه ( )400,000اسرائيلي
ډاکټران او اکاډيميک شخصيتونو مهاجرت کړی دئ .په ۱۰۰۳کښي داسرائيلو دلوړو زده کړو
شورا ( )Council for Higher Educationخبر ورکړ چي پنځه ويش فيصده ()۱۹۱تعليم يافته
اسرائيل له هيواد څخه دباندي اوسيږي ،چي په دې توګه اسرائيل په نړۍ کښي ددماغونودپرواز
ترټولو دلوړي انداې سره مخ دي.
په دې ورستيو کښي په ډېرو اسرائيلو کښي خپل وطن ته دبيرته ستنېدلو ميالن پياوړی سوی دئ.
په ۱۰۰٪کښي اسرائلي حکومت دخپلو هيوادوالود بيرته راستنېدو دتشويق پروګرام پيل کړ چي
مثبته نتيجه ئې ورکړې ده ځکه چي د ۱۰۲۰راهيسي اسرائيلي څېړونکي ،بيزنيس منېجران،
مسلکي او تخينکي کسان بيرته خپل هيواد ته ستنيږي.
عربي نړۍ:
www.Larawbar.com 16
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
Asia Pacific
ماليزيا:
ماليزيا ددماغونو له پرواز څخه سخته کړيږي .د هيواد دباندي ښې کاري زمينې او تعليم،
دماليزيا په داخل کښي فساد ،اجتماعي غيرمساوات ( )social inequalityدماليزيا ددماغونو
دپرواز عوامل ښودل سوي دي .په ۱۰۲۲مېالدي کښي بيرناما ( Berita Nasional
)Malaysia:Bernamaچي دماليزيا لو حکومتي خبري اجنسي ده،خبر ورکړ چي يو ميليون ماهر
ماليزيايان دهيواد دباندی کار کوي.
اوس په ماليزيا کښي ددماغونو پرواز چټک سوی دئ ځکه چي د ۱۰۰۱څخه تر ۱۰۰۳پوري درې
لکه پنځه زره ()305,000ماليزيايانو خپل وطن پرېښئ ؤ او د ۱۰۰٪کال په مقايسه يولک و
څلوېښت زره( )140,000ماليزيايانو مهاجرت کړی ؤ چي اکثره ئې هندي او چينايي اصله
ماليزيايان ول .دماليزيايي کارګرانو او کارمندانو مهاجرت دماليزيا اقتصادي وده په ۱۰۰۰کال
کښي څلور عشاريه پنځه فيصد()۲،۹۱اود ۲۳۰۰کلنو په شا او خواکښي اووه عشاريه دوه
فيصده()٪،۱۱کښته کړې وه.
فلپين:
فلپين له ۲۳۲۰کلنو ( )1960sراهيسي بيا تر ننه پوري ددماغونو له پرواز سره مخ دئ.
ددماغانوپروازدفلپين په اقتصادي سيکتورونو کښي ،دنرسينګ پرسيکتور سخته اغېزه کړې د
ه .که څه هم په دې ورستيو کښي دفلپين په اقتصادي حالت کښي څه نا څه تغيرات راغلي دي خو
فلپين دمستعمرو له تاريخه بيا تر نني نړۍ والو اړيکو تر عصره ددماغونو له پروازه سره مخ دئ.
دوهم نړۍ وال جنګ دفلپين اقتصاد اوزېربناو ( )infrastructureته تاوانونه ورسول چي په نيتجه
کښي ئې فلپينيان دروغتيايي ستونزو او د ثروت/عايد دغيري مساويانه وېش ( uneven wealth
)distributionسره مخ کړل .که څه هم پر دولس زره ( )۲۱۰۰۰فلپينيانو باندي يو نرس رسيږي خو
www.Larawbar.com 17
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
دهغه وخت دماليې وزير او دملي اقتصادي شورا رئيس روکساس ( )Roxasدصحي ستونزو پر
ځاي دمالي ستونزو سره الس او ګرېوان ؤ ځکه چي دولت ئې دبوديجې دکسر سره مخ ؤ .کله چي
دامريکا متحده اياالتو په ۲۳۲۹کښي دمهاجرت په قانون کښي سمون راوست ،نو امريکا ته
دفلپيني نرسانو صادورول/مهاجرت هم پيل سو .امريکامتحده اياالت بيا يو له هغو هيوادونو
څخه ؤ چي دهيواد په دننه کښي دنرسانو دکمښت سره مخ ؤ .اوس مهال فلپين په دنيا کښي ترټولو
زيات نرسان دامريکا متحده اياالتو ،انګلستان ،او سعودي عربستان ته صادروي .پورته يادونه
وسول چي دامريکامتحده اياالتو دنرسينګ سيکتور دکارمندانو له کمښت سره مخ ؤ،
نوامريکادخپل مهاجرت په قانون کښي تغيرات راوستل چي دفلپينيانو په ګټه تمام سول ځکه
چي ډېرو فلپينيانو ته په امريکا کښي دکارکولو زمينه برابره سول ،خپل هيواد ته ئې پيسې
استولې چي دغه کار دفلپين ددولتي او خصوصي نرسينګ سيکتور دانکشاف سبب سو .که څه
هم دفلپين په اړه مکلمه ډاټا ترالسه کول ستونزمن دي خو د ۲۳٪۰کلنو څېړني ښئي چي پنځه اتيا
۱۹۱فلپيني نرسانو له خپل هيواد څخه مهاجرت کړی دئ .ددې سره سم ،فلپين په ۲۳۹۰کښي
اوولس ( )۲٪نرسينګ مکتبونه درلودل خو دغه تعداد په ۲۳٪۰کښي يو سلو څلوېښت ( ) ۲۲۰ته
پورته سو.
دشلمي پېړۍ په اواخرو کښي ديوفلپيني نرس مياشتنی معاش په خپل هيواد کښي له پنځه سوه
پنځوس څخه تر زر ( )550 - 1000پيساس ( )pesosپوري ؤ چي په هغه وخت کښي د اويا الی يو
سلو څلوېښت ( )70 - 140امريکايي ډالر معادل ؤ خو دامريکا په متحده اياالتو کښي ديو فلپيني
نرس متوسطه اندازه معاش داته سوه څخه تر څوارلس سوه ( )800 - 1400امريکايي ډالرپوري ؤ.
فلپينيانو به دغه پيسې خپل هيواد ته استولې چي بايد دفلپين داقتصادي انکشاف سبب
ګرځېدلی وای خو داسي ونه سول .فلپينيانوپه ۲۳٪۱کښي دو نوي عشاريه پنځه ()۳۱،۹ميليونه
امريکايي ډالر له امريکا څخه خپل هيواد ته استولي ول چي په ۱۰۰۹دغه رقم لس عشاريه اووه
( )10.7بيليونه امريکايي ډالروته ورسېدئ .که څه هم دفلپين حکومت زياتي پيسې تر الس کړې
خو بياهم د بې کارۍ په کمولو کښي ئې ورسره کومک ونه کړ .په ۲۳۳۰کښي اته عشاريه
څلورفيصده ( )۱،۲۱فلپينيان بې کاره ول خو په ۱۰۰۹کښي دغه فيصدي دولس عشاريه
اووه()۲۱،٪۱ته پورته سوه.
په ۱۰۲۲کښي فلپين پرروغتيايي چارو او سهولتونو باندي دخپل ملي نا خالص توليداتو()GDP
درې عشاريه شپږ ()۹،۲فيصده مصرف کړی ؤ چي په دې توګه نړۍ وال صحي سازمان( World
www.Larawbar.com 18
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
)Health Organizationورته ۲٪۰يم مقام ورکړ .د ۲۳۳۳څخه بيا تر ۱۰۰۹پوري يعني په پنځو
کالو کښي فلپين اووه ويش زره()۱٪۰۰۰دنرسينګ فارغين ورکړي دي مګريوازي په ۱۰۰۹کښي ئې
بيا شُپږ ويش زره()۱۲۰۰۰نرسان له زده کړو څخه فارغه سوي دي خو بيا هم دفلپين صحي نظام
( )health systemپه خاصه توګه په کليوالي سيمو کښي دبودېجې دکسر ،دپرسونل او
دپرمختللي تکنالوژي له کمښت سره مخ دئ .پوهان وايي چي دنرسينګ خصوصي او تجارتي کول
دفلپين دعلمي کدرونو ددماغونو دپرواز سبب ګرځېدلي دئ.
په فلپين کښي دنرسانو معاش دهغه معاش سره چي په امريکا کښي فلپيني نرسانو ته ورکول
کيږي ،زيات فرق لري .څېړني ښئي چي د ۱۰۰۹څخه تر ۱۰۲۰پوري په فلپين کښي يو فلپيني نرس ته
يوسلو اويا()۲٪۰امريکايي ډالر دمياشتي ورکول کېدل خو دامريکا په متحده اياالتو کښي بيا له
درې څخه تر څلور زره ( )3-4000 USDامريکايي ډالربه دمياشتي فلپيني نرس ته ورکول کېدل.
دامريکا دغه اقتصادي تشويق( )economic incentivesدفلپيني نرسانو له پاره ددې سبب سوی
دئ چي فلپيني ډاکټران هم خپل کور پرېږدي او امريکا ته والړ سي ځکه چي ډاکټرانو به دخپل
هيواد په دننه کښي له درې سوه څخه تر اته سوه ( )300-800 USDامريکايي ډالر په مياشته
کښي ترالسه کول چي دادپورته ذکرسوي نرسانو ترمعاش ډېر کم ؤ .امريکا ته دفلپيني نرسانو او
ډاکټرانو مهاجرت دفلپين ملي صحي سيکتور ( )national health sectorپه تاوان تمام سوی دئ.
په ۲۳۳۰کښي به دپنځلسو الي شلو ( )15-20ناروغانو پر سر يو نرس رسېدئ خو دوخت په
تېرېدو سره ددې پر ځای چي دفلپين په صحي نظام کښي اصالحات راغلي وای ،خرابۍ رامنځ ته
سوې ځکه چي په ۱۰۰٪کښي به څلوېښتو الی شپېتو ( )40-60مريضانو ته يو نرس والړ ؤ.
دفلپيني نرسانو او ډاکټرانو مهاجرت نه داچي دفلپين دصحي سيکتور دخرابۍ سبب سو بلکي
خپله دغه مهاجر فلپينيان هم دزياتو ستونزو سره مخ سول .دمثال په توګه ،دوی په امريکا کښي
ونه سوای کوالی چي خپل دمسلک مربوط نوي مهارتونه زده کړي ،ډېر کله به دشپې او درخصتيو
په ورځو کښي پر کار ول ،کاري چاپيريال ئې تبعيضي ( )discriminatoryؤ ،فرديسي ،دکورنۍ
او ټولني څخه ليريوالي په سختو دماغي فشارونواخته کړل .کله چي ديو هيواد حکومت ونه سي
کوالی چي ددماغونو دپرواز يا دعلمي کدرونو دمهاجرت ګټي او تاوانونه په هر اړخيز ډول
وسنجوي ،هغه به حتماً په اقتصادي ،اجتماعي ،مالي او صحي ستونزو اخته کيږي.
www.Larawbar.com 19
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
South Asia
هندوستان:
دملګرو ملتونو دانکشافي پروګرام يا ( )UNDPدتخمين له مخي انډيا دکاله ددوو بيليونو
امريکايي ډالر دتاوان سره مخ ده ځکه چي دانډيا دکمپيوټر ماهران دامريکا متحده اياالتو ته
مهاجرت کوي .هغه هندي شاګردان چي دهيواد دباندي زده کړي کوي ،انډيا ئې دکاله دلس بيليونه
( )$10 billionامريکايي ډالرودتاوان سره مخ کړې ده ځکه چي هندي شاګردان په هندۍ کالدارو
خارجي اسعار رانيسي ،نو داقتصا دعلم دقوانينو سره سم ،په مارکېټ کښي دهندي پيسو عرضه
ډېريږي او دخارجي پيسو تقاضا زياتيږي،دخارجي اسعار وارزښت هم پورته کيږي او دهندي
کالدارو ارزښت بيا کميږي چي دغه حالت انډيا دکاله دلس بيليونه امريکايي ډالرو دتاون سره مخ
کړې ده.
نيپال:
هر کال دوه لکه پنځوس زره ( )250,000نيپاليان دمختلفو عواملو له سببه دنيپال څخه مهاجرت
کوي .دباندني هيوادونو دژوند کولو لوړ معيارونه ،کاري زمينې ،ښه ترا عايد ،تعليم،
جلبوونکي غربي ژوندسټايل( ) luring western lifestyleامنيت ،ثبات او داسي نور هغه عوامل
دي چي نيپاليان ئې دخپل هيواد څخه مهاجرت کولو ته تشويق او مجبور کړي دي ځکه دنيپال
حکومت تراوسه نه دئ توانېدلی چي خپلو هيوادوالو ته دغه ياد سهولتونو تهيه کړي.
پاکستان:
دپاکستان مغشوش سياسي حالت اودهيواد دباندي دوظيفو ښه ترا امکاناتو پاکستانيانو ته الره
هواره کړې ده چي دخپل هيواد څخه داروپا صنعتي هيوادونو ،شمالي امريکا او دمنځني ختيځ
دتيلو درلودونکو ممالکو ته مهاجرت وکړي .پاکستان نيم صنعتي ( )semi-industrialisedهيواد
دئ خو بيا هم ويل کيږي چي هر کال په زر ګونوماهر پاکستاني ډاکټران ،انجينران او ساينس
پوهان دخپل هيواد څخه مهاجرت کوي.
سريالنکا:
www.Larawbar.com 20
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
سريالنکا ددېرش کلن داخلي جنګ له سببه لوی تعدادروشنفکران او علمي کدرونو له السه ورکړه.
دسريالنکا مسلکي کدرونو دامريکا په متحده اياالتو ،اسټراليا ،کاناډا او انګستان کښي پناه
واخيسته .په دې ورستيو کلنو کښي دسريالنکا حکومت او خصوصي مؤسسې دواړه کوښښ
کوي چي خپل کدرونه بيرته خپل کورته ستانه کړي خو کراري اقتصادي ودي ( slow economic
)growthاو سياسي بې ثباتي دغه لړۍ له ستونزو سره مخ کړې ده.
افغانستان:
د تيرو دودېرشو( )۹۱کلنو راهيسي افغانستان په نړۍ دمهاجرينو ترټولو لوړ ثبت ( )recordخپل
United Nations High کړی دئ .د ملګرو ملتونو دمهاجرينو دعالي کميشنري دفتر
) )Commissioner for Refugees UNHCRدراپور له مخي ،په نړۍ کښي په اوسط ډول په هرو
څلورو مهاجرينو کښي يو افغان مهاجر وي .دملګرو ملتونو ياد دفتر په دې ورستيو کښي يو
راپور خپور کړ چي په کښي راغلي وه چي دوه عشاريه شپږ ( )2.6 millionميليونه افغانان چي
پنځه نوي فيصده ()۱ ۳۹کيږي په ايران او پاکستان کښي اوسيږي .دپاته پنځه فيصده په اړه ويل
کيږي چي دپيسو په زور ئې ځانونه تر اروپايي هيوادونو پوري رسولي دي .ځيني نور افغانان بيا
دسکالرشيپ له الري له هيواده مهاجرت کوي اوکه وکوالی سي چي دباندي ژوند برابر کړي ،نو
بيرته خپل کور ته نه راستنيږي .دجرمني چارواکي وايي چي د ۱۰۲۹تر نيمايي پوري دوه زره اوه
سوه ( )2,700افغان پناه غوښتوونکي ددوی سره ثبت سوي دي .يو ان ايچ سي آر ) )UNHCRپه
خپل ويب سايټ کښي ليکلي دي چي په تيرو لسو کلنو کښي پنځه عشاريه اووه ( )۹،٪ميليونه
افغان مهاجر په خپله خوښه افغانستان ته ستانه سوي دي خو دامنيتي سونزو له مخي څلور لکه
پنځه ويش زره ()425,000افغانان د ۱۰۲۱ترنيمايي پوري دهيواد په دننه کښي بې ځايه ول.
www.Larawbar.com 21
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
بيرته راستانه کېدونکي افغانان به دافغانستان پراقتصاد داوږو بار سي او که څنګه ځکه چي
زما(ج .م .مهربان) دمعلوماتو له مخي چي په هغه وخت ( )۱۰۰۲-۱۰۰۱کښي مي دکندهار دمهاجرينو
او بيرته راستانه کېدونکو چارو په رياست کښي کار کاوه ،دبيرته راستانه کېدونکو دمهارتونو
له پاره په افغانستان کښي مارکېټ نه ؤ او ځيني ئې په سختو ناروغيو هم اخته ول چي داپر دولت
نور مصارف هم راولي .له يوې خوا يو ان ايچ سي آر ) ،)UNHCRدولت او نړۍ واله ټولنه اخته
دي چي افغان مهاجر خپلو کورونو ته ستانه کړي خو له بلي خوا زيات ماهر افغانان خپل هيواد
پرېږدي او ډېر کم ئې بيرته راستنيږي .ددولت دمخالفينو له خوا ترور او ګواښوونه ،اختطاف،
جنايي فعاليتونه ،بې کاري ،دبرق اوپاکو اوبو نه ستوالی ،په لويو ښارونو کښي ترافيکي ګڼه
ګونه،دژوند کولو له پاره کم ځايونه او يا غيري معياري کورونه ،کم معاشات او مزدوري،
ناامني ،سياسي بې ثباتي ،دهمسايه ممالکو مداخلې ،په دولتي او غيردولتي مؤسساتو کښي
خپلوي پالنه( )nepotismاو داسي نور عوامل دي چي همدا اوس -اوس ئې افغانان په خاصه توګه
علمي کدرونه بيا مهاجرت کولو ته مجبوره کړي دي .په افغانستان کښي دپوهنتون دپرفيسر
معاش په دولتي پوهنتونونو کښي پر يوه ساعت تر دوه ډالره نه اضافه کيږي اودطب دپوهنځۍ
څخه دفارغه سوي ډاکتر معاش په دولتي روغتون کښي دمياشتي تقريباً سل ډالره دئ.دغه
معاشات داساسي ضرورتونو ( )basic needsله پاره هم کافي نه دئ نو ځکه مسلکي کدرونه
جرمني ،اسټراليا ،کاناډا ،دامريکا متحده اياالتو او دعربو متحده اماراتو ته مهاجرت کوي او
اکثره ئې هورې داسي کارونه کوي چي ددوی دمسلک سره مطابقت نه لري .دافغانستان دولت او
خصوصي سيکتور دمثال په توګه يو برقي انجينر او نلداوان دبنګله دېش او انډيا څخه په خورا
لوړ قيمت واردوي .دافغانستان دمکاتبو او پوهنتونو نصاب دوظيفو دمارکېټ سره چنداني
عملي اړخ نه لري نو ځکه ډېر افغانان نورو هيوادونو ته ځي او هلته دخدماتو په سيکتور کښي
مزدوري کوي .دافغان مهاجرينو دبيرته راستانه کېدو له پاره دافغانستان دولت ،نړۍ واله ټولنه
او دامريکا متحده اياالت بايد دپورته ياد سوو مشکالتو له پاره په ګده کار وکړي که داسي ونه
سي نو نور مسلکي کدرونه به هم له افغانستان والړسي چي لړۍ ئې همدا اوس دوام لري.
www.Larawbar.com 22
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
Eastern Asia
چين:
دملي ناخالصو توليداتو دچټکي ودي سره -سره ،چين ددماغونو له پرواز سره مخ دئ .ټول هغه
چينايان چي په چين کښي دکاله يولک و شل زره يان( )120,000 yuanيا اوولس زره ،شپږ سوه،
پنځوس ) ($17,650امريکايي ډالر ترالسه کوي ،غواړي چي مهاجرت وکړي.
په چينايانو کښي غربي ممالکو ته دمهاجرت کولوميالن ورځ په ورځ زياتيږي .په ۱۰۰۲کښي پنځه
شپېته زره ( )65,000چينايانو په امريکا ،پنځه ويش زرو( )25,000په کاناډا او پنځلس
زرو( )15,000په اسټراليا کښي ددايمي اوسېدني حق ترالسه کړ .دچين څخه تلوونکي مهاجر
اکثر دمنځنۍ طبقې ( )middle-class backgroundمسلکي او ماهر کسان دي چي دچين
داقتصاد په جوړولو کښي دمال دتير غوندي برخه لري .چين په دنيا کښي تر ټول بد دماغونو
دپرواز سره مخ دئ ځکه چي په هرو هغو لسو شاګردانو/محصلينو کښي چي دهيواد دباندي زده
کړي کوي ،اووه کسه ئې هيڅکله بيرته خپل هيواد ته نه ستنيږي.
دماغونو پرواز اکثره وخت پردوو ډولونو پېښيږي .اول ،هغه روشنفکران ،ماهران او مسلکي
کسان چي دمختلفو عواملو او داليلو له مخي خپل هيواد پرېږدي .دوهم ،هغه محصلين چي
دباندي زده کړي وکړي او بيا خپل هيواد ته نه ستانه کيږي .چين ددماغونو ددواړو ډوله پروازونو
سره مخ دئ خو دوهم ډول ئې تر اول ډول په چين کښي زيات مشهور او عام دئ .ديوويشتمي پېړۍ
په پيل کښي ،چين خارج ته محصلين واستول چي پرمختللي مهارتونه او پوهه ترالسه کړي او
وکوالسي چي چين ديرغل او فقر څخه وساتي خو دفراغت څخه ورسته ډېر محصلين چين ته والړل
او زيات ئې بيا په خارجي هيوادونو کښي پاته سول .د ۲۳۹۰کلنو څخه بياتر ۲۳٪۰کلنو پوري په
چين کښي سياسي بې ثباتي وه ،ددې بې ثباتي په ننيجه کښي ډېر چينايان مايوسه سول او باندني
هيوادونو ته ئې مهاجرت وکړ.
باثباته اقتصادي ودي( )steady economic growthدچين ملي ناخالص توليدات او سړی سر
عايد اضافه کړی دئ ،نو ځکه ډېر چينايي مور وپالر خپل اوالدونه دزده کړو او ژوند کولو له پاره
خارج ته استوي .ډېر چينايان که وکوالی سي چي په خارج کښي يوه ښه وظيفه پيداکړي ،بيرته
خپل کور ته نه ستنيږي .شتمني چينايي کورنۍ عالقه لري چي دښه ژوند کولوله پاره دچين
www.Larawbar.com 23
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
دباندي ژوند وکړي .الندي جدول دچينايي محصلينو دمهاجرت کال ،دمهاجر سوي محصلينو او
دبيرته راستنېدونکو تعداد او فيصدي ښئي:
www.Larawbar.com 24
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
پورته جدول د ۲۳٪۱څخه تر ۱۰۰۲پوري دچينايي محصلينو په بهر کښي داوسېدولو دميالن
زياتوالی ښئي خو هغه محصلين چي بيرته خپل هيواد ته ستانه سوي دي ،تعداد ئې زيات سوی
دئ مګر په مجموع کښي دبيرته راستنېدونکو فيصدي لږ سوې ده.
ټايوان:
ټايوان دډېر کلنو راهيسي ددماغونو له پرواز سره مخ دئ .ډېرو هغه ټايواني انجينرانو چي په خپل
کور کښي به ئې ليسانس کړی ؤ ،دلوړو زده کړه او پي اېچ ډي ( )PhDله پاره به دامريکا متحده
اياالتو ته تلل ،کله چي به ئې تعليم پوره سو ،هورې به پسي پاته سول .دټايواني انجيرانو دغه کار
دهيواد دمايکرو الکټرونيک صنعت غوسه وپارول او دانتيجه ئې ورکړه چي د ۱۰۲۹راهيسي
ټايوانيان دزده کړو دبشپړېدو څخه وروسته بيرته خپل هيواد ته ستنيږي.
دپاسفيک ډېري جزيرې چي انګلستان تر ۲۳۲۰او ۲۳۳۰کلنو پوري مستعمره کړي وې،
اوسېدونکو ئې اسټراليا او نيو زيالند ته مهاجرت کړی ؤ .دمستعمرو دختمدېدو څخه وروسته،
په فيجي( )Fijiټونګا(،)Tongaاو ساموا( )Samoaکښي ددماغونو پرواز ډېر کم واقع سوی دئ.
دپاسفيک هغه جزيرې لکه تاحيتي( )Tahitiچي فرانسې مستعمره کړي وې او يا دامريکا متحده
اياالتو ورباندي تسلط درلود ،اوسېدونکو ئې فرانسې ،دامريکا متحده اياالتو او کاناډا ته
مهاجرت وکړ.
نيو زيالند:
د ۲۳۳۰کلنو په جريان کښي به هر کال دېرش زره( )30,000نيوزېالنديانو مهاجرت کاوه .په ۱۰۰۹
(Organization for Economic Co- کښي داقتصادي همکارۍ او انکشاف مؤسسې
www.Larawbar.com 25
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
) operation and Development OECDيو راپور خپور کړ ،په دې راپور کښي ليکل سوي وه
چي څلرويش عشاريه دوه()۱۲،۱فيصده نيو زېالنديان دهيواد دباندي په خاصه توګه په اسټراليا
کښي مېشت دي .په ۱۰۰٪کښي څلرويشت زره ( )24,000نورو نيو زېالنديانو اسټراليا ته
مهاجرت وکړ .د ۱۰۰۱کال په انتخاباتي کمپاين کښي ملي ګوند /نېشنل پارټي ()National Party
په خپل کپمپاين کښي دکار ګر ګوند ( )Labour Partyچي پرواک ؤ ،ناتوانايي په ګوته کول چي
نه سي کوالي نيو زيالندي کارګران او کارمندان دهيواد دننه وساتي .ملي ګوند دسړک پرغاړه پر
والړو لوحو باندي ليکلي ول چي"Wave goodbye to higher taxes, not your loved ones":
يعني دخپلو خواخوږ دخداي په اماني پرځای ،لوړ ټکس اخيستلو ته خدای په اماني وواياست.
ملي ګوند په دغه ډول سره انتخابات وګټل .څلور کاله وروسته ،دنيوزېالندي کارمندانو مهاجرت
تر پخوا پسي شديد سو ،په ۱۰۲۱کښي درو پنځوس زرو ( )53,000نيوزېالنديانو دخپل هيواد
څخه مهاجرت وکړ .دنيو زيالند صدراعظم جان کي ( )John Keyنړۍ وال مالي بحران ( global
)financial crisisدنيوزېالنديانو ددماغونو دپرواز سبب وبلئ .د جان کي دحکومت له پيل يعني
۱۰۰۱څخه بيا تر ډيسمبر ۱۰۲۱پوري يو لک و اويازره ( )170,000نيو زېالنديانو اسټراليا ته
مهاجرت کړی دئ .که له يوې خوا نيو زېالند خپل ماهران له السه ورکوي خو له بله اړخه بيا بيرته
دخپل نفوس ديوفيصد په اندازه مسلکي کسان له خارجه تر السه کوي.
www.Larawbar.com 26
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
North America
کاناډا:
په ۲۳۱۰کلنو کښي دکاناډا تر شل فيصده( )۱۰۱ډېر انجينرانو او اوساينس پوهانودامريکا متحده
اياالتو ته مهاجرت کاوه .د ۲۳۲۰څخه بيا تر ۲۳٪۳پوري اوولس زره ( )17,000انجينرانو او
ساينس پوهانو امريکا ته مهاجرسوي ول خوپه ۲۳۹۲دتخنيکي کسانو دمهاجرت فيصدي له
اوويش فيصده( )27%څخه لس فيصده ( )%۲۰ته او په ۲۳۲٪کښي پنځه فيصده( )۹۱ته کښته
سوه.دامريکا متحده اياالتو ته دکاناډايانو ددماغونو پروازدکاناډا يوه داخلي سياسي موضوع
ده.پرعوايدو باندي زيات ټکس( )income taxاخيستل په کاناډا کښي ددماغونو پروازپېښ کړی
دئ په داسي حال کښي چي په امريکا کښي دسافټ وېر ،دهوايي جهازونو ،دروغتيا او ساتيري
په سيکتورونو کښي معاش لوړ او ټکس لږ دئ .ځيني نورپوهان بيا وايي چي په کاناډا کښي پر
تحقيق ( )research fundingباندي دبوديجې کموالی او دامريکا په متحده اياالتو کښي
دمختلفو وظيفو امکاناتو ،کاناډا ددماغونو دپرواز سره مخ کړې ده .کاناډا په ۲۳۳۰کلنو کښي
خپل ځيني ماهر کسان دامريکا پر متحده اياالتو بايلل خو په مقابل کښي ئې بيرته له دباندي ډېر
مسلکي کدرونه تر السه کړه ،اوس کاناډا ددغو مسلکي کدرونو له استعدادونو او تجربو څخه
خوند اخلي خو ځيني وخت بيا کاناډايان دباندني مسلکي کسانو سره تبعيض کوي او دکښته
معاش کارځايونو ته ئې ورټيله کوي.
www.Larawbar.com 27
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
دامريکا متحده اياالت په عمومي توګه ددماغونو له پرواز سره مخ نه دي ځکه چي په زرو
( )1,000تعليم يافته کسانو کښې د مهاجرت فيصدي صفر عشاريه اووه ( )0.7شمېرل سوې ده.
دامريکا متحده اياالت دکليوالي سيمو دکم نفوس په ستونزه اخته دي ځکه چي ډېر تعليم يافته
کليوالي/صحرايي ځوانان ښاري يا نيمه ښاري سيمو ( )suburban areasته کوچ کوي چي
پرکليوالي ټولنو باندي ئې منفي تاثير کړی دئ .دامريکا دمسه چوسيټس دتکنالوژي
دانسټيټيوټ( )Massachusetts Institute of Technologyيو غړی وايي چي "We educate
" them, but then we don't make it easy for them to stayموږ صحرايي ځوانان تعليم يافته
کوو خو زموږ دپاره داستونزمنه ده چي دوی په کليوالي سيمو کښي پاته کړو.
Latin America
دالتين امريکا څخه په پېخر مسلکي کسان مهاجرت کوي چي اکثره ئې ډاکټران ،معماران او
انجينران دي .دغو علمي کدرونو خپل مقصد ځای دامريکا متحده اياالت ټاکلي دي .کله چي
دامريکا متحده اياالتو ته ورسيږي نو هورې داسي کارونو ته الس ورواچوي چي ددوی دمسلک
سره هيڅ سره نه خوري ،دغه دالتين امريکا له پاره ددماغونو پرواز دئ ،خو دنړۍ له پاره
ددماغونوضايع ( )brain wasteبلل کيږي .داچي په ځينو التين امريکايي ولسونو کښي
دشاګردانو نوم ثبتوونه په طبي مکتبونه کښي ډېره ده ،علت ئې همدا دئ چي اکثره ډاکټران
دالتين امريکا څخه پرواز کوي .د ۱۰۰۰کال يوه څېړنه ښئي چي التين امريکايي هيوادونو خورا
ډېر مسلکي کدرونو له السه ورکړي چي فيصدي ئې الندي ښوول سوې ده:
www.Larawbar.com 28
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
]14.3%[140 مکسيکو
کيوباCuba
په ۲۳۳٪کښي دکيوبا چارواکو ادعا وکړه چي يودېرش زره ( )۹۲۰۰۰کيوبايي ډاکټران دنړۍ په يو
شپېتو( )۲۲ممالکو کښي خپاره دي .دکيوبا شل زره ( )۱۰۰۰۰ډاکټران په وينزيوېال کښي دورځي د
يولک ( )۲۰۰۰۰۰بېلره تيلو په تبادله په کار اخته دي .هغه کيوبايان چي دخپل دولت له خوا ورته په
وينزيوېال کښي دکار کولو اجازه ورکول سوې ده او هيواد ته پيسې استوي ،ددماغونو په پرواز
کښي نه شمېرل کيږي.
Caribbean
دکارابين جزيرې زيات تعداد ماهر کارمندان له السه ورکوي .ددغو جزيرو څخه تقريباً دېرش
فيصده ( )30%کاري ځواک دخپلو هيوادونو څخه تللی دئ او اتيا فيصده ( )80%دسوري نېم
()Surinameهايتي( )Haitiګرينادا( )Grenadaاو ګويانا ()Guyanaدجزيرو اوسېدونکي چي
دپوهنتونونو څخه فارغه سوي دي دامريکا متحده اياالتو ته ئې مهاجرت کړی دئ .دجاميکنس
( )Jamaicansاکثره اوسېدونکي دهيواد دباندي اوسيږي .ويل کيږي چي ددغو ولسونو
مهاجرسوي مسلکي کدرونه خپل هيواد ته پيسې ( )remittancesاستوي .هغه پيسې چي
دجاميکنس مسلکي کدرونه خپل هيوادته له دباندي استوي ،دياد هيواد دملي خالصو توليداتو
( )GNPاتلس فيصده ( )18%جوړوي .ددغو جزيرو په اړه چي خپلو هيوادونو ته پيسې استوي
دغه سوال رامنځ ته کيږي چي ايا دغه ميالن( )trendددماغونو پرواز ويل کيږي او که يا؟
Preventative measures
استعدادونه ديوهيواد په انکشاف کښي خورا مهمه ونډه لري .دهغه هيواد اقتصاد ښه پرمختګ
کوي چي نړۍ وال ماهرين او مسلکيان لري نسبت وهغه ته چي نه ئې لري .ډېرو هيوادونو دماهرو
کارمندانو او علمي کدرونو دساتلو له پاره راز-راز پاليسۍ جوړي کړي دي .دمثال په توګه،
دافريقا دصحت سيکتور ددماغونو له سخت پرواز سره مخ دئ ،دمخنيوي له پاره ئې افريقايي
دولتونو مختلف پروګرامونو وړاندي او پلي کړي دي .دکويټ خلګ وايي چي دکويټ ددماغونو
www.Larawbar.com 29
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
دپرواز دمخنيوي له پاره بايد امنيت او اميد ته کار وسي ځکه چي کويټيان دخپل هيواد پر
راتلوونکي وختونو باندي باور نه لري ،افغانانو ته هم ورته ناروغي ورپېښه ده .چين
داستعدادونو دساتلو او غوړېدلو( )flourishله پاره دژوند کولو عادي او ازاده فضااو ميکانيزم
رامنځ ته کوي .انډيا که څه هم ددماغونو له پرواز سره مخ ده خو تراوسه ئې کوم پرواګرام او
پاليسي نه ده جوړه کړې ځکه چي انډيا په دې باور ده چي دانډيا څخه دباندي علمي کدرونو به
دانډيا دراتلوونکي له پاره ښه کار وکړي .جرمنيانو د ( )GAINيا (حصول) په نوم يو دولتي
ابتکار کړی دئ چي له مخي ئې هغه جرمنيان چي دباندي ژوند کوي خپلو کورونو ته ورستانه
کوي .نور ممالک لکه سويټزرلېنډ ،اسټريا ( )Austriaاو فرانسه هم جرمني ته ورته پروګرامونه
لري.
ددماغونو دپرواز ( )brain drainمتضاد حالت ددماغونو حصول( )brain gainدئ .ددماغونو
دحصول له مخي ،دولتونه کوښښ کوي چي هم خپل علمي او مسلکي کدرونه هم وساتي او هم له
نورو هيوادونو څخه دغسي شخصيتونه تر السه کړي ،چي يوښه مثال ئې کاناډا ده .په ۱۰۰۹کښي
انګستان د ولفسن فاونډېشن( )Wolfson Foundationپه همکارۍ دشلو ميليونه پاونډو( 20
)millionپه ارزښت يو پنځه کلن تحقيقي( )researchپرواګرام تاسيس کړ .دپروګرام هدف دادئ
چي فردېس انګلېسي ساينس پوهان له نوروهيوادونو څخه بيرته خپل هيواد ته ستانه
اودراتلوونکي برتانوي ځوانانو دمهاجرت لړۍ ودروي.
www.Larawbar.com 30
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
هيوادونو ته هغه مهال ستنيږي چي ښه خوړين سوي وي .دپرمختلوونکو هيوادونو ځيني مسلکي
کسان په نورو هيوادونو کښي دمسلک مربوط کارونه هم نه سي پيدا کوالی ،اکثره ئې دخدماتو
په سيکتور( )service industryکښي کار شروع کړي چي ددوی دمسلک سره هيڅ برابر نه وي،
کله چي خپل هيواد ته بيرته ستنيږي ،هغه مهارتونه چي دوی مخکي درلودل ،له ياده ئې وتلي اويا
په مارکېټ کښي تقاضا نه لري ځکه چي زاړه او تروخت تېر سوي وي .دغه حالت ته نو بيا
ددماغونو ضايع ( )brain wasteويل کيږي چي ددولتونو له پاره يو بل رنځ دئ او بايد مخنيوی
ئې وکړي .افغانان هم په دغه رنځ اخته دي ،علمي کدرونه ئې په غرب او نوره دنيا کښي داسي
کارونه کوي چي ددوی دمسلک خالف دي.
ددماغونو پرواز دتعليم له سيکتور څخه دبشري منابعو( )human resourcesصادرولو ته وايي
چي دهيوادونو په جوړولو کښي دپيسو دچاپولودماشين غوندي ونډه لري .دبهرني علمي کدرونو
مهاجرت دامريکا دمتحده اياالتو په اقتصاد کښي دکاله د اووه بيليونه امريکايي ډالرو مرسته
کوي .ددماغونو پرواز داصلي ټاټوبي ( )country of originاو کوربه هيواد ( hosting
)countryدواړو له پاره (دوې اړخيزي)ګټي لري :هغه هيوادونه چي له دباندي مسلکي کدرونه
ترالسه کوي ،دبشري ځواک ( )labour foreخال ډکوي .هغه هيواد چي وګړي ئې نورو هيوادونو ته
مهاجرت کوي ،خپلو هيوادونو ته پيسې ( )remittancesاستوي چي په نتيجه کښي
ددواړوهيوادونو اقتصادي انکشاف کوي .داصلي ټاټوبي اوسېدونکي چي خپلو هيوادونو ته
پيسې استوي ،دا په حقيقت کښي دخپلو وطنوالو له پاره دلوړو زده کړو تقاضا نوره هم اوچتوي
او دژوند کولو معيار اصالح کوي.
بله ګټه ئې داده چي هرهيواد نه سي کوالی چي دخپلو علمي او مسلکي کدرونو څخه دمختلفو
عواملو له مخي ښه استفاده وکړي ،نوددغسي هيوادونو دوګړو او دولت له پاره ښه ترا داده چي
علمي کدرونه ئې نورو هيوادونو ته مهاجرت وکړي او خپلو هيوادونو ته پيسې واستوي .کله چي
مهاجرسوي مسلکيان/علمي کدرونه خپلوهيوادونه ته ستانه کيږي ،شايد دوی له ځانونه سره
نوي مهارتونه او پوهه هم خپلو هيوادونو ته ور وړي .په ۱۰۲۲کښي په ټول نړۍ کښي دمهاجر
کارمندانو هغه پيسې چي خپلو هيوادونو ته ئې استولي وې ،درې سوه ،دواويا بيليونه()۹٪۱
www.Larawbar.com 31
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
امريکايي ډالر تخمين سوي دي چي په دې جمه کښي يوازي مکسيکو او فليپين په ياد کال کښي
څلرويش بيليونه( )۱۲امريکايي ډالر دخپلو مهاجر کارمندانو څخه تر السه کړي دي.
ددماغونو دپرواز ګټي پورته يادي سوې خو تاوانونه ئې دخپل سرليک او ماهيت څخه په څرګند
ډول معلوميږي .ددماغونو دپرواز لومړی تاوان دادئ چي يو هيواد خپلي هغه بشري منابع له السه
ورکوي چي دټولني او اقتصاد له پاره په مجموع کښي ډېري مهمي دي .هغو هيوادونو چي
ددماغونو پرواز ئې ګټور بللی دئ ،په حقيقت کښي دټولني پرځای دافرادو رفا په نظر کښي نيسي
اوددماغونو پرواز همداسي ماهيت لري چي ترټولني ئې افرادو ته ګټه رسيږي .په غيري مساوي
توګه دمهارتونو او پوهي وېشل هم داصلي او هم دکوربه هيواد داقتصاد له پاره زيانونه لري .هغه
ماهر کسان چي تر اوږد مهاجرت وروسته خپلو کورونو ته ستانه سي ،نو دخپلو وطنوالو له خوا
ورته دباندني کس په نظر کتل کيږي چي دا يوډول رواني ستونزي جوړوي .زيات ماهر کسان
کوالی سي چي دخپلو هيوادونو څخه خپلي کورنۍ هم له يوڅه وخت وروسته له ځانه سره يو ځای
کړي ،ددې نتيجه داده چي دوی بيا نور خپلو هيوادونو ته پيسې نه استوي ،دا نو داسی تاوان دئ
چي هم کدر له السه ورکول سو او هم ئې پيسې.
www.Larawbar.com 32
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
www.Larawbar.com 33
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
www.Larawbar.com 34
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
www.Larawbar.com 35
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
348 کانګو ۲
456 اليبريا ۱
487 زيمبابۍ ۹
615 بروندي ۲
735 ايريتيريا ۹
768 افريقا دمرکزي ۲
جمهوريت
771 نايجر ٪
849 سايرا ليون ۱
860 مالوي ۳
899 ټوګو ۲۰
http://www.mapsofworld.com/world-top-ten/world- منبع
top-ten-poorest-countries-map.html
1. http://en.wikipedia.org/wiki/Brain_drain
2. http://www.tutor2u.net/blog/index.php/economics/comments/unit-2-macro-
portugals-brain-drain
3. Ntagwirumugara Etienne, PhD,Coordinator RwEdNet & Professor at Kigali
Institute of Science and Technology, RWANDA14-18 May 2012
4. http://skills.oecd.org/hotissues/braindrain.html
5. http://www.unhcr.org/pages/49e486eb6.html
www.Larawbar.com 36
(c) ketabton.com: The Digital Library
د دماغونو پرواز
تاسو کوالئ سئ د لراوبر ويبپاڼي په برېښنايي کتابتون کي زيات شمېر ارزښتناک او په زړه
پوري آثار په خپل تفريحي وخت کي مطالعه کړئ .
د لراوبر انالين کتابتون ستاسو لپاره د الندينيو موضوعګانو اړوند آثار پر ليکه کوي :
www.Larawbar.net/library
www.Larawbar.com 37
Get More e-books from www.ketabton.com
Ketabton.com: The Digital Library